د «lexpress» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د عربی نړۍ موسسې د نوې ميوزيم د جوړيدو كار په دوه كاله كښې پائې ته رسيدلی دی او د اسلامی هنر دغه مركز به د دغې موسسې د جوړيدو د ٢٥ كال په مناسبت د روان كال د كب يا حوت په مياشت كښې افتتاح شی.
په دغه نوی ميوزيم كښې څلور طبقې دی چې پكښې به په اسلامی كلتور او تمدن پورې اړوند څه باندې ٦٠٠ اثرونه نندارې ته وړاندې شی.
همداراز د فرانسې د لوور نومی ميوزيم د اسلامی برخې افتتاح له هغو نورو مهمو كارونو څخه ده چې په ٢٠١٢ ميلادی كال كښې به ترسره شی، په دغه برخه كښې به له دوو زرو نه زيات اسلامی هنری آثار شامل كړې شی.
په فرانسه كښې په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی او د مسلمانانو د تمدن د شناخت او پيژندنې په برخه كښې فعاليتونو د خلكو پام په دومره زياته اندازه ځان ته را اړولې دی چې د دغه هيواد زياترو رسنيو دغه اقدامات د مسلمانانو د بهتر او لاښه شناخت او پيژندنې له پاره د پيرس چټك قدمونه بللی دی. 925882