د «Two Circles»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د دغه نندارتون په مختلفو كوټنيو كښې په مختلفو زمينو له هغو نه د ماشومانو اسلامی كتابونه، د قرآن كريم د انځوريزو كيسو كتابونه او په قرآن كښې د ذكر شويو ميوو او بوټو د طبی اهميت په هكله يوشمير كتابونه وړاندې شوی دی.
په انګريزۍ، هندی او اردو ژبو د اسلامی ادبياتو يو شمير كتابونه، د ٥٢ تكړه مسلمانو پوهانو په هكله كتابونه او د حضرت سليمان (ع) او د میږی د داستان كتاب، په دغه نندارتون كښې له ایښودل شويو نورو آثارو له جملې څخه دی.
همداراز د اسلامی تاريخی ودانيو او جوړښتونو د عكسونو يوه مجموعه هم په دغه نندارتون كښې د كتونكو نندارۍ ته ایښودله شوې ده. 931192