د كويت چاپ الانباء ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د (كويت انعام) نومې د قرآن د تجويد، قرائت او حفظ د نړيوالو مقابلو د اجرائی كمیټې رئيس عبدالله براك اعلان وكړ: دغه مقابلې د ١٣٩١ كال د حمل يا وری د مياشتې له ٢٣ نه تر ٣٠ نیټې پورې د ٥٠ هيوادونو د استازيو په شتون سره د كويت د اسلامی خيريه نړيوال تنظيم په مقر كښې تر سره كیږی.
عبدالله براك په دوام كښې زياته كړه: د تركیۍ د قرآن كريم د چاپ او خپرولو موسسه هم په هغه نندارتون كښې چې د دغو سياليو ترڅنګ ترسره كیږی ګډون كوی او د ٥٠ قرآنی شخصيتونو كوربه به وی. 930939