د الوفاق د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د الدراز سيمې د امام صادق (ع) د جامع مسجد د جمعې د لمانځه خطيب آيتالله «شيخ عيسی قاسم» له يو كال نه په كمه موده كښې د دريو ډيكټاټوری نظامونو پرزيدو ته په اشارې سره له عربو واكنانو نه وغوښتل چې له هغو نه د عبرت درس واخلی.
آيت الله عيسی قاسم په دوام كښې زياته كړه: كه عربی نظامونه هوښيار شی او له هغه څه نه چې تير كال رامينځته شول او د ډيكټاټوری رژيمونو د پرزيدو سبب شول، عبرت او پند واخلی نو حتما به لازم اصلاحات او بدلولونه رامينځته كړی.
د منامې د جمعې د لمانځه خطيب همداراز څرګنده كړه: د ډيكټاټوری نظامونو پرزيدو عربی حكومتونو ته خبرداری وركړ چې په قدرت كښې د پاتې كيدو له پاره به درغلی او د خلكو ځپل هیڅ ګټه ونلری او كله چې ولسونه يوموټی او متحد شی او په خپلو غوښتنو باندې ټينګ او كلك ودریږی نو برياليتوب به هم د هغوی په برخه شی.
دوی يادونه وكړه: په بحرين كښې د تيريو د بندولو يوازنۍ لار، سياسی اصلاحات دی او د آل خليفه ژمنې تراوسه پورې عملی شوی نه دی او يوازې د خبرو تر حده پورې پاتې دی. 930229