د ناصريه ښار د دارالقرآن الكريم موسسې غړی او د رعد عدنان الناصری ورور سيد عطاء الله عدنان الناصری د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: د عراق د ناصريه ښار د داراقرآن موسسې مدير رعد عدنان شذر الناصری د پنجشنبې په ورځ په يوه ترهګرانه حمله كښې چې په پياده تلونكو حسينی زيارت كونكو باندې وشوه، سخت ټپی شو.
ده زياته كړه: رعد عدنان د كربلا په لور د عراق د جنوب د حسينی پياده قافلو د حركت له وخت نه د ابا عبدالله الحسين زيارت كونكو ته د ناصريه ښاره د دارالقرآن د موسسې د غړو سره په خدمت رسولو كښې همكاری كوله چې په دغه چاودنه كښې زخمی شو.
ده څرګنده كړه: په دغه چاودنه كښې د رعد عدنان الناصری لاس او پښې زخمی شوی دی او اوس د ناصريه ښار په روغتون كښې بستری دی. 930243