د صوت العراق خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: آيتاللهالعظمی «سيدمحمدسعيد حكيم» په دې بيانيه كښې ټينګار وكړ: ترهګرو او تكفيرونكو تل په دغه شان جنايتكارانه عملياتوكښې د اهل بيتو (ع) مينه وال او پيراوان هدف ګرځولی دی چې له دغو نه په وروستی جنايت كښې ئې د عراق په البطحه سيمه كښې د امام حسين (ع) د زيارت كونكو په هدف ګرځولو سره له سلو نه زيات ماشومان، ښځې او بوډاګان شهيدان او ژوبل كړل.
آيتاللهالعظمی «سيدمحمدسعيد حكيم» په دوام كښې زياته كړه: مونږ دغه جنايت كارانه اقدامات او هغه كسان غندو كوم چې ئې ترشا ولاړ دی او له عراقی چارواكو نه غواړو چې د داشان جنايتونو د عاملانو سره دې په جديت سره مقابله وكړی او هغوی دې محاكمه كړی.
د عراق دغه شيعه مرجع له مسئولانو څخه د ترهګرانه اقداماتو په وړاندې د هوښيارۍ او په عراق كښې د امنيت د تامينولو له پاره د كارآمدو دریځونو د غوره كولو غوښتنه وكړه. 930162