IQNA

د كوفې ښار جومات د تشيع ميراث دار او د قرآن كريم د قرائت د زده كړې وړومبې مركز دی.

22:20 - January 09, 2012
د خبر لمبر: 2254248
بين المللی ډله: د كوفې مسجد له مسجدالحرام، مسجد نبوی (ص) او له مسجدالاقصی نه پس د اسلامی نړۍ څلورم مهم جومات دی چې د حضرت امام علی (ع) د خلافت مركز وو او په اسلامی نړۍ كښې د قرآن د قرائت د زده كړې وړومبې مركز ګڼل كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې عراقی تكړه ليكوال او مورخ او د كوفې د پوهنتون د اسلامی تاريخ استاذ د «مسجد الكوفة أقدم مؤسسة علمية فی تاريخ الكوفة» يعنې (د كوفې مسجد د كوفې په تاريخ كښې ترټولو لرغونی علمی مركز) په عنوان سره په يوه مقاله كښې چې «نجف 2012» نومی خبری سائیټ خپره كړه، دغه مطلب ته په اشارې سره ليكی: د كوفې مسجد په اسلامی نړۍ كښې د قرآن كريم د قرائت د زده كړې وړومبې مركز ګڼل كیږی چې په شيخ القراء باندې د مشهور «أبوعبدالرحمن السلمی» په شتون سره ئې په دې ډګر كښې خپل فعاليت پيل كړ.
دی ليكی: د قرآن كريم د قرائت استاذانو به د كوفې په جومات كښې زده كونكو ته مختلف قرآنی قرائتونه ورزده كول او ابو عبدالرحمن سلمی چې د قرآن قرائت ئې له امام علی (ع) څخه زده كړې وو په دغه جومات كښې د قرآن تعليم وركول پيل كړل. 931706
captcha