د «CPI»خبری سائیټ په حواله د ايران دقرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې اسماعيل هنيه چې ځينو اسلامی هيوادونو ته د خپل دوره ايز سفر په بهير كښې په تيونس كښې شپې سبا كوی، د زرهاو تيونسی خلكو په ټول كښې حاضر شو او په يو لړ ويناوو كښې ئې د سيمې د حالت په بيانولو لاس پورې كړ.
د فلسطين د خلكو منتخب وزيراعظم ټينګار وكړ: مونږ به يو داسې نوې مينځنې ختیځ جوړ كړو چې د جهاد او مقاومت په شان اصولو باندې به ولاړ وی، مونږ د هغه ګډوډی پرځائې چې امريكې غوښته، يو داسې پرتمين انقلاب راوستې دی چې په نژدې راتلونكی كښې به د مسلمان ولس استقلال او خپلواكی عملی كړی.
له دغو ويناوو نه پس يوې فرانسوې جينۍ د اسماعيل هنيه په مخكښې د اسلام دين قبول كړ او د فلسطين منتخب وزيراعظم هغې ته د كلام الله مجيد يوه نسخه ورډالی كړه. 931807