IQNA

د امام موسی صدر زوې ليبيا ته ځی.

23:35 - January 11, 2012
د خبر لمبر: 2255805
بين المللی ډله: د امام موسی صدر زوې سيد صدرالدين صدر د لبنان د بهرنيو چارو د وزير عدنان منصور او ورسره پلاوی سره يوځائې نن د امام موسی صدر د برخليك د تعقيبولو له پاره ليبيا ته ځی.
د المنار خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه پلاوی د لبنان د بهرنيو چارو د وزير عدنان منصور په مشرۍ ليبيا ته تللې دی او د دغه هيواد د لوړ رتبه مشرانو سره به د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو د برخليك په هكله خبرې اترې او بحث وكړی.
د لبنان د بهرنيو چارو وزير په دې هكله ووئيل: د دغې وزارتخانې د اقتصادی چارو مدير مصطفی حمدان او د همدغې وزارتخانې يو بل مسئول حسن صالح، د امام موسی صدر د برخليك په اړه د ليبيايی چارواكو سره د خبرو اترو د زمان بندۍ له پاره د روانې مرغومی د مياشتې په ١٣ نیټه ليبيا ته تللی دی.
د لبنان آګاهو سرچينو هيله څرګنده كړې ده چې د امام موسی صدر مبهم برخليك به ډير ژر په ډاګه شی كوم چې د ليبيا د پرزيدلی ډيكټاټور د سياست قربانی شوې دی. 933599

captcha