IQNA

شيخ نعيم قاسم: ملګری ملتونه د امريكې د لاس اوزار دی

9:31 - January 14, 2012
د خبر لمبر: 2256441
نړيواله ډله: د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی حجة الاسلام و المسلمين شيخ نعيم قاسم وويل چې ملګری ملتونو اداره او د هغې ستر سكتر بان كی مون د امريكې طرحی او منصبې اجرا كوی او هغه د ټولې نړۍ د استازيتوب حق نه لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې المنار ويب پاڼې یې نقلوی چې د لبنان د د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی حجة الاسلام و المسلمين شيخ نعيم قاسم د سوړ جنګ په عنوان سره ترسره شوی سيمينار كې دی خبری ته په اشاری سره وويل چې د ملګری ملتونو مشر بان كی مون يوازې د امريكې ګټی تامينوی او دهغو خيال ساتی او د نورو هيوادونو وياند نه دی.
هغه د يو پوښتنی په ځواب كې وويل چې د بان كې مون د لبنان څخه ليدنه په سيمې كې د امريكې د منصوبو د اجرا په هدف سره ده نو هم دې لامله دې ليدنی كه مونږ د سوړ جنګ نوم وركرو نو ډير مناسب نوم به یې وی.
933747
captcha