IQNA

بان كی مون د ايرانی دانشمند يا سائنسدان وژله وغندله.

11:43 - January 16, 2012
د خبر لمبر: 2257637
بين المللی ډله: د ملګرو ملتو د سازمان لوئې مدير په ايران كښې د ایټمی سائنسدان او پوه وژل يو ترهګرانه اقدام وباله او دغه كار ئې وغنده.
د روسيا اليوم خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: بان كی مون په لبنان كښې د ځينو رسنيو سره په خبرو كښې ټينګار وكړ: د عامه خلكو يا دانشمندانو اوپوهانو وژل زمونږ له نظره مردود دی او په كار دی چې غندنه ئې وشی.
دوی په دوام كښې لبنان په سيمه كښې د لوړو اغيزو لرونكی هيواد په توګه ياد كړ او وئې وئيل: دا هيواد د مينځنی ختیځ په سيمه كښې سولې او ثبات ته په رسيدو كښې يو مهم لوبغاړی بلل كیږی.
بان كی مون همداراز څرګنده كړه: لبنان زما او د ملګرو ملتونو له پاره له ډير اهميته برخور دی.
دوی په سوريه كښې روانو حالاتو او د دغه هيواد د كړكيچ په هواری كښې د عربو د اتحادیۍ طرحې او پلان ته اشاره وكړه او وئې وئيل: زه د سوریۍ بدلولونو په ځيركتيا سره ترنظر لاندې لرم او د سوریۍ د بحران د حلولو له پاره د عربو د اتحادیۍ د پلان او كوششونو حمايت كوم. 934871
captcha