د (ipairaq) په نامه د عراقی مطبوعاتو د خپلواك خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: جماعت علمای عراق د شيخ خالد الملا په مشرۍ د يوې بيانیۍ په خپرولو سره د بصرې د جنوب په الزيبر سيمه كښې د حسينی عزادارانو په حق كښې هغه ويرونكی جنايت چې د حسينی شهادت د څلویښتمې د كليزې په وخت ترسره شو په كلكه وغنده.
په دغه بيانيه كښې ټينګار وشو: په بصره كښې پرونې جنايت د عراقی خلكو پر خلاف د هغو دوامدارو جنايتونو د لړۍ يوه كړۍ ده چې په عراق كښې د نوی سياسی نظام ځينی مخالف دولتونه ورڅخه حمايت كوی.
جماعت علمای عراق، د عراق د ځينو سياستوالانو او د پارليمان د ځينو غړيو له خوا د فتنه اچونې په نسبت خبرداری وركړ او اعلان ئې وكړ: دغه ډول اقدامات د ترهګرو سره د ملګرتيا بيانونكی دی.
د عراق روغتونی سرچينو اعلان وكړ: په بصره ښار كښې د حسينی څلویښتمې په زيارت كونكو باندې په دغه ترهګرانه حمله كښې ٥٣ تنه شيهيدان او له ١٠٠ نه زيات ژوبل شول. 934981