د لبنان چاپ د الانتقاد ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان هغه پلاوی چې د دغه هيواد د بهرينو چارو د وزير عدنان منصور په مشرۍ د امام موسی صدر او د هغه د ملګرو د برخليك د تعقيبولو له پاره ليبيا ته تللې وو، پرون په طرابلس كښې د ليبيا د څارنوالۍ د وزير علی احميده عاشور سره ملاقات او خبرې اترې وكړې.
په دغه ملاقات كښې د امام موسی صدر او د هغه د ملګرو د تښتول كيدو موضوع و څیړله شوه او د لبنان د بهرنيو چارو وزارت دغه ملاقات مثبت وباله او څرګنده ئې كړه: د ليبيا د څارنوالۍ د وزير او د نورو ليبيائی مسئولانو سره په ملاقات كښې مو بشپړ ځوابونه ترلاسه كړل او امام موسی صدر او د هغه د ملګرو په برخليك پورې د اړوندو حقايقو د كشفولو او د هغوی آزادی د موافقې وړ وګرځيدله. 934888