IQNA

د بريطانیۍ په ميوزيم كښې د قرآن كريم د لرغونې نسخې نمايش

22:12 - January 16, 2012
د خبر لمبر: 2258095
بين المللی ډله: په نړۍ كښې د موجودو د قرآن كريم له ډيرو لرغونو نسخو څخه يوه، د ( حج ، د اسلام زړه ته سفر) نومی نندارتون په درشل كښې د تيرې جمعې له ورځې نه د بريطانیۍ په ميوزيم كښې نندارې ته ایښودل شوې ده
د «Islam Today»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه لرغونی قرآن پاك د بريطانیۍ د كتابتون له خوا د دغه هيواد ميوزيم ته په امانت وركړې شوې دی.
د بريطانیۍ د كتابتون د مسئولانو په وينا د قرآن كريم د دغې نسخې لرغونوالی اتمې پیړۍ ته ورګرځی چې احتمالا په مكه مكرمه او يا په مدينه منوره كښې د اوسۍ په څرمن باندې ليكل شوې دی.
د قرآن كريم دغه نسخه د اسلام په پيل كښې له ليكل شويو نسخو څخه ده. په دې نسخه كښې د قرآن كريم د نورو لرغونو نسخو په شان هیڅ اعراب نشته، او د هر آيت پائې په ٦ وړو كرښو سره ښودلې شوې ده.
د قرآن كريم دغه نسخه له نورلسمې پیړۍ نه تراوسه پورې په لندن ښار كښې د بريطانیۍ په ميوزيم كښې ساتلې شوې ده. 934971
captcha