IQNA

په بنګله ديش كښې د مسلمانانو ستره غونډه پائې ته ورسيده

22:12 - January 16, 2012
د خبر لمبر: 2258096
بين المللی ډله: له حج نه پس د نړۍ د مسلمانانو ترټولو ستره كليزه غونډه پرون د مرغومی په ٢٥ نیټه د بنګله ديش ښار سره نژدې د تورانګ سيند په غاړه د اسلامی تعليماتو د راژوندې كولو او د سولې له پاره د ميليونونو مسلمانانو په دعا سره پائې ته ورسيده.
د «3news» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې چې درې ورځې ئې دوام درلود تقريبا ٤ ميليونو مسلمانانو ګډون كړی وو چې د نمونځ په ترسره كولو، د قرآن كريم په قرائتولو او د اسلامی تعليماتو په باب د علماو د ويناوو په اوريدو باندې ئې ټينګار وكړ.
په بنګله ديش كښې له ١٩٦٦ كال نه تراوسه پورې هر كال د مسلمانانو ستره غونډه ترسره كیږی. په دغه غونډه يا اجتماع كښې چې د اسلامی اصولو او تعليماتو پيروۍ ته د مسلمانانو د هڅولو په موخه د بنګله ديش د اسلامی تبليغ د سازمان په همت ترسره كیږی، په عربۍ، بنګالۍ، انګليسۍ، اردو او هندی او داسې نورو ژبو خطبې او ويناوو وړاندې كیږی او د قرآن روح بخښونكی آيتونه تلاوتیږی. 936047

captcha