د «3news» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې چې درې ورځې ئې دوام درلود تقريبا ٤ ميليونو مسلمانانو ګډون كړی وو چې د نمونځ په ترسره كولو، د قرآن كريم په قرائتولو او د اسلامی تعليماتو په باب د علماو د ويناوو په اوريدو باندې ئې ټينګار وكړ.
په بنګله ديش كښې له ١٩٦٦ كال نه تراوسه پورې هر كال د مسلمانانو ستره غونډه ترسره كیږی. په دغه غونډه يا اجتماع كښې چې د اسلامی اصولو او تعليماتو پيروۍ ته د مسلمانانو د هڅولو په موخه د بنګله ديش د اسلامی تبليغ د سازمان په همت ترسره كیږی، په عربۍ، بنګالۍ، انګليسۍ، اردو او هندی او داسې نورو ژبو خطبې او ويناوو وړاندې كیږی او د قرآن روح بخښونكی آيتونه تلاوتیږی. 936047