IQNA

په فرانسې كښې د يو بل اسلامی مركز سپكاوی

23:10 - January 21, 2012
د خبر لمبر: 2260800
بين المللی ډله: نامعلومو كسانو د فرانسی په شمال كښې د «مونتينی آن اوستروان(Montigny-en-Ostrevent)» ښار په اسلامی مركز او جومات باندې په حملې سره د دغې ودانۍ په ديوالونو باندې د مسلمانانو پرخلاف شعارونه او نعرې وليكلې.
د «yabiladi»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: اسلام ځپونكو عواملو پرون سهار وختی د فرانسې په شمال كښې د جوړيدو په حال كښې اسلامی مركز او جومات باندې حمله وكړه او د اسلام او مسلمانانو پرخلاف د شعارونو په ليكولو سره ئې د دغې ودانۍ په ديوالونو باندې په سره رنګ، مات صليب او د آلمان د نازی ګوند علامت جوړ كړ.
د فرانسې پوليسو رپورټ وركړ چې په دې لړ كښې تحقيقات پيل شوی دی خو تراوسه پورې د دغه نژاد پال اقدام د عواملو د پيژندلو او نيولو لپاره هیڅ معلومات نه دی ترلاسه شوی. 937412
captcha