IQNA

د امريكې په ورجينيا كښې د قرآن كريم مقابلې ترسره كیږی

16:35 - January 22, 2012
د خبر لمبر: 2260938
بين المللی ډله: د قرآن كريم د حفظ او قرائت د مقابلو اومه دوره د ١٣٩١ كال د حمل يا وری د مياشتې په پنځمه نیټه د امريكې په ورجينيا ولايت كښې ترسره كیږی.
د «icva1.com»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دا مقابلې هر كال د ورجينيا د اسلامی مركز له خوا اجرا كیږی.
د اومې دورې مقابلې د حفظ په برخه كښې د ډير عمر د كسانو له پاره او ٧ برخو او د ماشومانو له پاره په ٣ برخو كښې او د قرائت په څانګه كښې به له ١٦ نه د زيات عمر ګډون كونكو لپاره ترسره شی.
د اصلی مقابلو له پيليدو نه مخكښې به د ١٣٩٠ كال د حوت يا كب د مياشتې په ٢٧ نیټه يو امتحان ترسره كیږی چې په مقابلو كښې د ګډون كولو له پاره د ګډون كونكو توانمنی وسنجوله شی. 938848

captcha