د «icva1.com»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دا مقابلې هر كال د ورجينيا د اسلامی مركز له خوا اجرا كیږی.
د اومې دورې مقابلې د حفظ په برخه كښې د ډير عمر د كسانو له پاره او ٧ برخو او د ماشومانو له پاره په ٣ برخو كښې او د قرائت په څانګه كښې به له ١٦ نه د زيات عمر ګډون كونكو لپاره ترسره شی.
د اصلی مقابلو له پيليدو نه مخكښې به د ١٣٩٠ كال د حوت يا كب د مياشتې په ٢٧ نیټه يو امتحان ترسره كیږی چې په مقابلو كښې د ګډون كولو له پاره د ګډون كونكو توانمنی وسنجوله شی. 938848