IQNA

د اسلامی هيوادونو د پارليمانونو د اتحادیۍ غونډه سبا پيلیږی

23:12 - January 23, 2012
د خبر لمبر: 2261646
بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړو هيوادونو د پارليمانونو د اتحادیۍ غونډه سبا د انډونيشيا په پالم بانګ نومی ښار كښې خپل كار پيلوی.
د اماراتو د خبری آژانس (وام) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه غونډه د اماراتو په شان د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړو هيوادونو د پارليمانونو د استازو په پراخ ګډون سره سبا پيلیږی او د روانې سلواغې د مياشتې تر ١١ نیټې پورې به دوام ولری.
په پالم بانګ ښار كښې د اسلامی پارليمانونو د اتحادیۍ غونډه به د دغې اتحادیۍ د اجرايی كمیټې د ٢٧ غونډې، د اتحادیۍ د شورا د ١٤ غونډې، د اسلامی پارليمانونو د ښځينه نمائندګانو د كانفرنس او د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړو هيوادونو د پارليمانونو د اتحادیۍ د ٧ كانفرنس په شمول د غونډو د لړۍ سره په يوځائې وی.
939595

captcha