IQNA

احمدی نژاد: د ايران رسنۍ په يوې بيلګه رسنۍ بدليدلای شی

19:50 - January 25, 2012
د خبر لمبر: 2262288
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر نن په تهران كښې د نمايش ټيلی ويژن چينل په رسمی ډول د كار د پيليدا په دستورو كښې وويل د ايران رسنۍ په يوې بيلګه رسنۍ بدليدلای شی داسې بيلګې چې هم تنوع، جاذبه او ښكلا ولری او هم كولای شی مختلفو اړتياو ته ځواب وويی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ټينګار وكړ لويدیځ هيوادونه ضرورت نه ګنی چې د اخلاقو او انسانيت سرحد رعايت كړی خو ايران اسلامی جمهوريت د رسنۍ په موضوع كښې د اخلاقو او انسانيت د سرحد رعايتول ضروری ګڼی.
د ايران ولسمشر دغه راز د دښمانانو د دسيسو په وړاندې د ايران د اسلامی جمهوريت د راديو او ټيلی ويژن ادارې سخت ماموريت ته په اشارې سره وويل د ايران راډيو او ټيلی ويژن اداره بايد تل د محمدی اسلام د سوچه تفكر او د اسلامی انقلاب د دریځونو دفاع وكړی او ټولو توقعاتو او اړتياو ته ځواب وويی.
د ايران ولسمشر په دنيا كښې د رسنيو پراختيا ته په اشارې سره په ايران كښې د څه د پاسه سلو ټيلی ويژن چينل په كار پيليدا ټينګار وكړ .
د ايران د ولسمشر احمدی نژاد او د راډيو او ټيلی ويژن ادارې د مشر عزت الله ضرغامی په شتون سره نوی ټيلی ويژن چينل نمايش نن خپل كار پيل كړ.
نمايش ټيلی ويژن چې د فيلمونو او ډرامو تخصصی چينل ګڼل كیږی څلور ويشت (۲۴) ساعته په فارسۍ ژبې مينه والو ته د ايران او خارجی هيوادونو فيلمونه او ډرامې خپروی.
د ايران د راډيو او ټيلی ويژن ادارې مشر ضرغامی د نمايش ټيلی ويژن كار پيليدل ملی غوښتنې ته ځواب وباله.
هغه وويل دغه ټيلی ويژن چينل د ايران د سينما په خدمت كښې دی او په ټول اسلامی ايران كښې د هنری ارزښتونو د ظرفيت د لوړولو په لاره كښې ارزښمن ګام دی.
940726
captcha