د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: مصريان نن د ٢٠١٢ كال د جنورۍ په ٢٥ نیټه په داسې حال كښې د خپل هغه انقلاب د وړومبۍ كليزې د نمانځلو لپاره چې د حسنی مبارك د پرزيدو سبب شو د التحرير په چوك كښې راغونډ شول چې له هغو نه يوشمير د پوځی واكمنانو پرخلاف د نوی ولسی پاڅون په لټه كښې وو او ځينی نور هم د هغو بدلولونو لپاره چې تراوسه ئې رامينځته كړی دی، خوشاله وو او جشن ئې وكړ.
رپورټونه وائی، په سل هاو تنو مصری ښاريزو نن سهار وختی د قاهرې په سړكونو كښې د باران د وريدو او د سختې يخنۍ باوجود ځانونه د التحرير چوك ته ورسول څو د مصر د انقلاب د وړومبۍ كليزې جشن ونمانځی. 940704