IQNA

په برونائی كښې پوځی ځواكونو ته د قرآن زده كړه وركول پيل شو

22:27 - January 25, 2012
د خبر لمبر: 2262416
بين المللی ډله: د برونائی دارالسلام د پوځی ځواكونو تازه مسلمان شويو كسانو ته د قرآن د قرائت د ورزده كولو دروه له پرون څخه په دغه هيواد كښې پيل شوه.
د «Asia One»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه آموزشی دوره د برونائی د وسله والو ځواكونو د دينی چارو د ادارۍ په همت د دغه ارګان افسرانو او كاركونكو ته د قرآن د قرائت د ابتدائی اصولو د ورزده كولو په موخه ترسره كیږی.
په دغه آموزشی دوره كښې چې ٦ ورځې به دوام ولری د دغه هيواد د پوځ تازه مسلمان شويو ځواكونو ته د لمونځ د كولو د طريقې ترڅنګ د قرآن د ژبې د حروفو او اعرابو د مخارجو او تلفظ د ادا كولو زده كړه وركړې شی. 940623
captcha