د عراق د نويو بدلولونو د جرړه موندلو لپاره پكار دی د بعثی ګوند او د صدام حسين د پخوانيو يارانو په بيوروكریټيك جوړښت كښې يو جنايت كار د عربی نړۍ په نامه تحقيق او پلټنې وكړی خو هغه مسئله چې كيدې شی له ذهنونو نه ليرې وی، د عراقی ناآراميو د پردې ترشا د اسرائيلو د رژيم او د نړيوال صهيونزم شتون دی.
د تيرې چارشنبې په ورځ دوه بيلا بيلو چاودنو د عراق د شمال د موصل شيعه ميشت ښار ولړزوه چې له امله ئې ١٤ تنه ووژل شول. د دغو عملياتو وژل شوی كسان شيعه مسلمانان وو.
داسې ښكاری هغه ډرامه چې په عراق كښې د حكومت مخالفې ډلې ئې تعقيبوی د امنيت د خرابولو او د دولت د كمزوری كولو لپاره ده چې د هغو يوه بهرنې او څرګنده نښه په دغه هيواد كښې په زياته اندازه بم ایښودنه ده. 940553