IQNA

د نجف د طرحې په افتتاح كښې د درې مياشتنی ځنډ احتمال

0:03 - January 27, 2012
د خبر لمبر: 2262703
بين المللی ډله: د عراق د وزيراعظمې په دفتر كښې يوې آګاهې سرچينې اعلان وكړ: نوری مالكی غواړی چې د نجف د طرحې په اجرا كولو كښې د دغې طرحې د مسئولانو د جديت د نشتوالی په وجه د دغې طرحې د اجرا كولو وخت درې مياشتې وځنډوی.
د صوت العراق خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغې باخبرې سرچينې چې د نوم د نه په ډاګه كولو غوښتنه ئې وكړه څرګنده كړه: د عراق وزيراعظم نوری مالكی اراده لری چې ( نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه ) نومې طرحه د اجرای پروسو د ماتې او د دغې طرحې د كاميابې اجرا كولو لپاره د نجف د ولايتی مسئولانو د عدم جديت په خاطر درې مياشتې وځنډوی.
دغې آګاهې سرچينې په دوام كښې زياته كړه: مالكی اراده لری چې د دغې طرحې د پرانستې وخت وځنډوی ځكه چې يو شمير عمرانی طرحې تراوسه پورې نيمګړې پاتې دی.
ده په پائې كښې په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د نجف ولايتی شوری د داشان مهمې طرحې د اجرا كولو لپاره لازمه تجربه نلری، ووئيل: د نجف طرحه، د عراق د اسلامی او كلتوری څيرې د معرفی كولو په لړ كښې يو قدم دی.
د دغه رپورټ له مخې ( نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه ) نومې طرحه ټاكل شوې ده د سلو اسلامی او عربی هيوادونو د استازو په ګډون سره د روام كال د كب يا حوت د مياشتې په ٢٦ نیټه افتتاح شی. 940498
captcha