IQNA

امام موسی صدر تر ١٩٩٤ كال پورې ژوندې وو

22:27 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263630
بين المللی ډله: لبنان ته د ليبيا لیږل شوی پلاوی تر ١٩٩٤ كاله پورې د امام موسی صدر د ژوندی والی په هكله د يولړ اطلاعاتو د كشفيدو او هم د هغو كسانو په اړه د يولړ معلوماتو خبر وركړ چې په ایټاليا كښې ئې د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو هويت جعلی بللی وو
د المنار خبری شبكې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: د ليبيا يو قضائی پلاوی پرون د امام موسی صدر او د هغه د ملګرو د برخليك د تعقيبولو لپاره په بيروت كښې د لبنان د عدلیۍ د وزير سره ليدنه او خبرې اترې وكړې.
په دغه ملاقات كښې د امام موسی صدر په دوسیۍ پورې اړوند او په دې لړ كښې ترلاسه شوی وروستی اطلاعات د بحث او څیړنې وړ وګرځيدل.
دغه پلاوی همداراز اعلان وكړ: د هغو ځينو كسانو په هكله يولړ اطلاعات ترلاسه شوی دی چې په ایټاليا كښې ئې د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو هويت دروغ بللې وو، او دا كار ښودنه كوی چې هغوی ليبيا نه وه پریښودې او ایټاليا ته نه وو تللی. 941552
captcha