IQNA

احمدی نژاد: ديموكراسی د امريكا او د هغې د متحدينو د وسلو له خولې څخه راؤوځی

18:58 - January 29, 2012
د خبر لمبر: 2264361
سياسی ډله: محمود احمدی نژاد د اسلامی ویښتيا او ځوانانو د لومړنی كنفرانس په پرانيستا مراسمو كې په خپلې وينا كې وويل، ديموكراسی دامريكا او دهغې د متحدينو د وسلو له خولې نه را ووځی، او دوی يواځې بې وځلی او سپكاوی په ملتونو تپی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه زياته كړه، امريكا او متحدينو یې تير كال د سيمې په هيوادونو څه دپاسره ۶۰ ميليارده ډالره وسلې وپلورلې، آيا دغه وسلې د سولې آزادی او ديموكراسۍ او يا هم د وژلو، جنګونو او د اختلافاتو د رامنځته كولو لپاره وې ؟
ښاغلی احمدی نژاد په دې په ټیګار سره چې آزادی ، عدالت او كرامت د ټولو ملتونو حق دی وويل، استعماری قدرتونه، اوس د ديموكراسۍ او بشری حقوقو په شعار سره خپل استعماری هدف تعقيبوی .
د ايران ولسمشر د دې پوښتنې په مطرح كولو سره چې جنګ ، پرګنيز و اټن، بې پايه وسله واله سيالی او وژلې د څه لپاره دی، زياته كړه، هر كال څه دپاسه ۱۲۰۰ ميليارده ډ الره د وسلو د توليد لپاره لګول كیږی، او معلومه ده چې دغه وسلې د انسانانو د وژلو لپاره دی.
ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه، هغه قدرتونه چې په وروستيو لسيزو كې چې آزادی غواړی پاڅونونه په بيلابيلو هيوادونو كې اوج ته ورسيدل، خپله څيره بدله كړه، او اوس د ديموكراسۍ او بشری حقوقو په شعارونو سره هماغه استعماری او د مريتوب هدفونه تعقيبوی.
د اسلامی ویښتيا د نړيوالې ټولنې عمومی منشی علی ا كبر ولايتی هم د دې غونډې په پرانيستا كې وويل، اسلامی ویښتيا د مسلمانو ملتونو د څو پیړۍ استعمار او سياسی اړوندوالی په مقابل كې غبرګون دی.
هغه په دې په ټیګار سره چې اسلامی ویښتيا نبايد نوې رامنځته شوې ښكارنده وبلل شی، زياته كړه د اسلامی نړۍ اوسنۍ ویښتيا او پا څون، يو چورليزی پړاو بللی شو، چې پكې مسلمان انسان د عمومی خبرتيا په ترلاسه كولو سره په سياسی ډګر كې خپل شتون نندارې ته و ړاندې كړ.
هغه له نړيوال استكبار او سلطې نظام سره مبارزه او په اسلا می ټولنو كې یې د لاسوهنې كميدل، د فلسطين د ملت د حقوقو تحقق ، او د اسلامی هويت احيا او پياوړتيا، د سيمې په هيوادونو كې د اسلامی غورځنګ له غوښتنو وبلله .
ولايتی زياته كړه، مسلمان ملتونه په اسلامی ویښتيا كې له بې وځلۍ او اقتصادی او ټولنيزو ستونزو د خلاصۍ ، او د پرمختګ او پراختيا په لور د حركت غوښتونكی دی .
هغه په دوام كې وويل، په اسلامی نړۍ كې وروستی بدلونونه بيلابيل اړخونه او ځانګړنې لری، چې مهمه یې ، له استبداد سره ضديت او مخا لفت دی .
هغه دخپلو خبرو په يوې برخې كې وويل، ځوانان په په زياترو عربی هيوادونو كې چې بدلونونه پكې رامنځته شوی، د هغو د دو ام لپاره چورليزی رول لری.
د اسلامی ویښتيا او ځوانانو لومړنی نړيوال كنفرانس نن د اسلامی ویښتيا د نړيوالې ټولنې د مشر علی اكبر ولايتی ، د اسلامی نړۍ د يو شمير متفكرينو او د ايران او نورو هيوادونو د څه دپاسه ۱۲۰۰ ځوانانو په شتون سره،په په تهران كې پيل شو.
علی اكبر ولا يتی د عراق له پخونی لومړی وزير ابراهيم جعفری او د فلسطين د جهاد منشی رمضان عبدا... د دې كنفرانس په پرانيستا مراسمو كې ويناوې كو ی.
ددې كنفرانس سريزه غونډه د ۶۰۰ ايرانی ځوانانو ، په ايران كې بهرنی محصلينو په شتون سره تيره چهارشنبه په تهران كې ترسره شوه .
د اسلامی و یښتيا لومړنۍ غونډه هم د ۲۰۱۱ كال د سپتامبر په ۱۷ او ۱۸ نیټه، د نړۍ د ۸۰ هيوادونو د متفكرينو په شتون سره په تهران كې ترسره شوه .
942621
captcha