IQNA

صالحی: د ايران ایټمی موضوع په ښې لارې روانه شوې ده

19:23 - January 29, 2012
د خبر لمبر: 2264366
سياسی ډله: د اسلامی ايران خارجه وزير ښاغلی علی اكبر صالحی ټينګار وكړ د ايران ایټمی موضوع په ښې لارې روانه شوې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علی اكبر صالحی نن سهار د افريقايی اتحادیې په سرمشريزه كې د ګډون لپاره د ايتوپيا پلازمينه اديس آبابا ته له رسيدلو وروسته تهران ته د آيی ای ای ای د پلاوی په سفر د هيلې په څرګندولو سره زياته كړه: له اژانس سره زمونږ ملګرتياوې هميشه ښې او پراخې پاتې شوې دی او مونږ هميشه هڅه كړې چې شفافيت د خپلو ملګرتياوو د يوه اصل په توګه وټاكو.
ښاغلی صالحی همداراز له پينځه جمع يو ډلې سره د راتلونكو خبرو په هكله وويل: ايران له دغه ډلې سره دخبرو لپاره چمتووالی ښودلی او د دغو خبرو ځای او وخت به په يوه ليك كې د اروپايی اتحادیې دخارجه وزارت مسوولې ميرمن شټون ته اعلان كړو.
د اسلامی ايران خارجه وزير وويل مونږ د پټولو لپاره هیڅ نه لرو او په ایټمی مسله كې زمونږ هر څه صفا او معلوم دی مونږ هیڅ پټ فعاليت نه دی لرلی او كه لرلی مو وای نو دومره زړه ورې خبرې به مو نه كولې.
صالحی همداراز د افريقايی اتحادیې د مشرانو په غونډه كې د خپل شتون په هكله وويل چې افريقايی اتحاديه په نړيوال ډګر كې يوه مهمه اتحاديه ده او په نړيوالو بدلونو كې خپل خاص رول لری.
942889
captcha