IQNA

په بيروت كښې د قدس د حمايت نړيواله غونډه ترسره شوه

22:56 - January 29, 2012
د خبر لمبر: 2264439
بين المللی ډله: له قدس څخه د حمايت بين المللی غونډه پرون د لبنان په پلازمينه بيروت كښې د قدس لپاره د نړيوال لاريون د بين المللی مركزی كمیټې په همت ترسره شوه.
د egynews نومی خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د بيت المقدس لپاره د نړيوال لاريون د بين المللی مركزی كمیټې وړومبۍ ناسته وه چې د لبنان د پخوانی وزيراعظم سليم الحص په څارنې او د نړۍ له اوو براعظمونو څخه د ٣٥ نړيوالو شخصيتونو په ګډون سره جوړه شوه.
د لبنان پخوانی وزيراعظم د بيروت په غونډه كښې په يولړ ويناو كښې ټينګار وكړ: د داشان ناستو جوړول يو مهم او د پام وړ حركت دی چې په فلسطين او قدس كښې د صهيونيسټو نيواكګرو د زياته غوښتنې سره د مقابلې لپاره د نړۍ د پتيالانو او اتلانو اراده او هوډ كلكوی. 942756

captcha