IQNA

د قرآن علمی اعجاز نومې سيمينار په اردن كښې ترسره شو

22:55 - January 29, 2012
د خبر لمبر: 2264441
بين المللی ډله: د قرآن علمی اعجاز نومې سيمينار د ( انسان په رګونو كښې وينه، يوه الهی نښه) په عنوان سره تيره شپه په اردن كښې ترسره شو.
د اردن د (پترا) نومې خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه كانفرنس د اردن د قرآنی اعجاز نومی تنظيم په همكارۍ د دغه هيواد د مهندسانو يا انجنيرانو د باشګاه په همت ترسره شو او د قرآنی اعجاز له محققانو څخه «عبدالرحمن الحسو» په دغه سيمينار كښې ( وينه، د انسان په رګونو كښې يوه الهی نښه) په عنوان سره وينا وكړه.
د قرآن علمی اعجاز نومی تنظيم يوه ډله محققانو او د دغه بحث مينه والو د اردن په ( قرآن علمی اعجاز ) نومې كانفرنس كښې ګډون وكړ.
عبدالرحمن الحسو په دغه كانفرنس كښې د انسان په بدن كښې د وينې د ګردش، د مغزو او د عصبی مراكزو، د وينې د دباو يا بلډ پريشر او په هغه د آكسيجن د رول او د زړه د دندو د څرنګوالی په هكله خبرې وكړې. 942375
captcha