د «mosquee-strasbourg»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كنګره به په فرانسه كښې د مقيمو مسلمانو علماو، پوهانو او ښاريزو په شتون سره د اسټراسبورګ ښار د اسلامی مركز په همت د دغه ښار د كانفرنسونو په مركز كښې جوړه شی.
د (الاصاله) ډلې لخوا د تواشيح اجرا، د ( اسلام پيغمبر (ص): د آزاد فكرۍ سيمبول ) په عنوان سره د يوې غونډې جوړيدل، مولودی لوستل، د فرانسې د مشهورو او تكړه علماو ويناوې او په عربی او فرانسوی ژبو د سيره النبوی (ص) په هكله د كتابونو نمايش د دغې كنګرې ځينې برخې دی.
همداراز د دغې كنګرې په يوه بله برخه كښې د ( پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) ماشومانو له نظره ) په موضوع سره د ماشومانو او ځوانانو خاص مقابله هم ترسره كیږی او په دغه مقابله كښې ګډون كونكی به په دې موضوع باندې خپل شعرونه او مقالې ولولی. 941608