IQNA

په مصر كښې سبا د قرآن د ذهنی معذورو حافظانو قدرونه كیږی

22:55 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2265195
بين المللی ډله: د مصر د اوقافو او د اسلامی چارو د وزير په شتون سره به سبا د مصر د ذهنی معذورانو د ( ميلاد نبوی (ص) او ( د قرآن كريم حفظ ) نومې قرآنی مقابلو د ګټونكو قدرونه كیږی.
د مصر چاپ «الأهرام» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر د اسلامی چارو او اوقافو وزير «محمد عبدالفضيل القوصی» به سبا د قرآن كريم د حفظ د ذهنی معذورانو د سراسری مقابلو او همداراز د ميلاد نبوی (ص) په نامه د قرآن د مقابلو د ٧٣ ګټونكو اوغوره كسانو قدرونه وكړی.
په مصر كښې د ذهنی معلولانو لپاره د قرآن كريم د حفظ د خاصو مقابلو دويمه دوره د روژې په مباركه مياشت كښې د دغه هيواد د اوقافو او د اسلامی چارو د وزارت په همت ترسره شوه چې د دغو مقابلو په پائې كښې ٥٠ ګډون كونكی د غوره كسانو په توګه وټاكل شول. 943229
captcha