IQNA

د لندن په پوهنتون كښې د قرآن د محققانو د رايو د اختلاف موضوع څیړله كیږی

23:10 - January 31, 2012
د خبر لمبر: 2266051
بين المللی ډله: ( د قرآن د محققانو د رايو د اختلاف انعكاسونه او انګازې ) نومې سيمينار سبا د سلواغې په ١٢ نیټه د لندن د پوهنتون د ختیځی او افريقائی مطالعاتو د كالج (SOAS) په همت ترسره كیږی.
د «soas.ac.uk» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه سيمينار د هغو كانفرنسونو يوه برخه ده چې د لندن پوهنتون د اسلامی مطالعاتو او استاذ او په انګريزی ژبه د قرآن كريم د ژباړونكی پروفيسر محمدعبدالحليم په همت په دغه پوهنتون كښې ترسره كیږی.
( د جنوب ختیځ د مسلمانانو ترمينځ معاصره فلسفه ) د هغه بل كانفرنس عنوان دی چې د بلې چارشنبې يعنې د سلواغې د مياشتې په ١٩ نیټه به په دغه پوهنتون كښې ترسره شی. 943288
captcha