د اماراتو د رسمی خبری آژانس ( وام ) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په اماراتو كښې د رسنيو ملی شوری اعلان وكړ: دغه قرآنونه د څرګندو چاپی غلطيو او د سورتونو د ترتيب د خيال نه ساتلو په دليل د العين له بازار نه راغونډ شوی دی.
د كارپوهانو يوه ډله د چاپی غلطيو د لرونكو نسخو د شته والی د اطلاع د رسيدو نه پس د دغو قرآنونو د پلورلو ځائې ته ولیږله شوه او په دغې مسئلې باندې د مطمئن كيدو نه پس ئې هغه راټول كړل.
د كارپوهانو د وړاندې شوی رپورټ له مخې د قرآن په دغو نسخو كښې يو شمير صفحې يا مخونه تكرار شوی دی، داشان چې له دغو قرآنونو څخه استفاده كونكی د آيتونو په لوستلو كښې د مشكل سره مخامخیږی. 944269