IQNA

د انګلستان په اسلامی مركز كښې د پيغمبر اكرم (ص) ميلاد نمانځل كیږی

23:09 - January 31, 2012
د خبر لمبر: 2266058
بين المللی ډله: د رحمت د پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) د نيكمرغه ميلاد مراسم به د جمعې په ورځ د روانې سلواغې د مياشتې په ٢١ چې د ١٤٣٣ هجری قمری كال د ربيع الاول د مياشتې د ١٧ نیټې سره سمه ده، په لندن كښې د انګلستان په اسلامی مركز كښې ترسره شی.
د «ic-el»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو مراسمو كښې به د نړۍ د شيعه مسلمانانو د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) د زوكړې او د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د ٣٣ كليزې مراسم هم ترسره شی.
د انګلستان اسلامی مركز به د سلواغې د مياشتې په ٢٣ نیټه هم د وحدت د اونۍ او د رسول اكرم (ص) د ميلاد او د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې سره په يو وخت ( نړيواله اسلامی بيداری ) په عنوان سره يو كانفرنس هم ترسره كړی. 944072

captcha