IQNA

د حضرت امام حسن عسكری عليه السلام د شهادت كليزه

22:08 - February 01, 2012
د خبر لمبر: 2266845
نړيواله ډله: نن د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله د يوه ګران لمسی او د شيعه مسلمانانو د يولسم امام حضرت امام حسن عسكری د شهادت كليزه ده او په ټول اسلامی ايران كښې وير او ماتم كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۳۳ هجری قمری كال د ربيع الاول د مياشتې اتمه او د۲۰۱۲ ميلادی كال دفرورۍ دمياشتې لومړۍ نیټه ده چې ددنيا دشيعه مسلمانانو ديولسم امام حضرت امام حسن عسكری عليه السلام دشهادت له كليزې سره سمون خوری .
امام حسن عسكری په ۲۶۰ هجری قمری كال كښې شهيد شو .
دحضرت امام هادی عليه السلام له شهادت وروسته امام حسن عسكری عليه السلام دامامت مسوليت پرغاړه واخيست او په شپږو مياشتو وخت كښې په ډير سخت حالت كښې وتوانيد خپلې ځينې علمی لارښونې ، سياسی او ټولنيزې ليدتوګی خپلو پيروانو او پوهانو ته ورسوی .
ددنيا دشيعه مسلمانانو يولسم امام حضرت امام حسن عسكری عليه السلام دخپل شپږ مياشتنی امامت په وخت كښې ډير دليكونو ل او خپلو خاصو استازيو په وسيله له انحرافی او كږو افكارو سره چې داسلام اصيل تفكر بنسټ ته یې ګواښ كاوه مبارزه وكړه .
دټول اسلامی ايران خلك دحضرت امام حسن عسكری عليه السلام دشهادت دكليزې په مناسبت نن په جوماتونو ، امامباړو ، په مشهد كښې دحضرت امام رضا عليه السلام او په قم كښې دحضرت بی بی معصومه س په سپیڅلی حرم كښې په شتون سره وير او ماتم كوی .
دايران دراديو او ټيلی ويژن اداره صداوسيما دنړۍ مسلمانانو او نورو ازادی غواړو ته دحضرت امام حسن عسكری عليه السلام دشهادت دكليزې په مناسبت تسليت وايی .
945214
captcha