IQNA

د امام موسی صدر برخليك همهغه شان د لبنان وړومبې مسئله ده

23:44 - February 01, 2012
د خبر لمبر: 2266874
بين المللی ډله: د لبنان د پارليمان رئيس د امام موسی صدر برخليك يوه انسان دوستانه مقوله او د اسلامی امت مسئله وبلله او وئې وئيل: د امام موسی صدر برخليك همهغه شان د لبنان د مسائلو په وړومبيتوب كښې دی.
د المنار خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: د لبنان د پارليمان رئيس «نبيه بری» پرون د دغه هيواد د ( اسلامی مخكښې ډلې ) د يوشمير مسئولانو سره په كتنه كښې ووئيل: خپلې هڅې به د امام موسی صدر د برخليك تر معلوميدو پورې جاری وساتو او د دوی او د دوی د ملګرو د پيدا كولو مسئله د اسلامی هيوادونو او اسلامی امت ګډه مسئله بولو.
دوی په دوام كښې د صهيونيسټی رژيم سره د مقابلې لپاره د فلسطينی ګوندونو د وحدت د لازموالی په هكله خبره وكړه او وئې وئيل: د فلسطين خلك د يوشمير خطرناكو دسيسو سره مخ دی او د فلسطين د آزادولو مسئله د ملګرو ملتو په سازمان كښې يوازې د يوې دوسیۍ په توګه پرته ده. 945003
captcha