د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمود احمدی نژاد پرون مازیګر په ولسمشرۍ ماڼۍ كې د آسمانی دينونو د غوره ښځو په نړيوالې غونډې كې له ګډون كونكو سره په كتنې كې زياته كړهو زمونږ د ټولو الهی دنده دا ده چې د پانګونې نظام، د استعمار د واكمنۍ، او مادی تفكر په ځای، انسانی او الهی نظام معرفی كړو او د تحقق لپاره یې هڅې وكړو.
احمدی نژاد وويل، د بشری ټولنې اوسنۍ ستونزه، رنګ، توكم او جغرافيه ای واټن نه دی، بلكه د طاغوتياتو او د ځان غواړو او برلاسی غواړو كسانو واكمنی ده چې د خپلو هدفونو لپاره حاضر دی چې ټول انسانست تر پښو لاندې كړی.
هغه ښځو ته د لويدیځ په اوزاری نظر نيوكه وكړه، او زياته یې كړه، كه وغواړو چې نيكمرغی، امنيت او سولې رامنځته كړو، بايد رولونه اصلاح كړو ،ښځې بايد پاڅیږی، د الهی انبياوو په غورځنګونو كې ښځو اول رول لوبوه، او بايد اوس هم دغه اول رول ولوبوی، او ښځې بايد په اصلاح لاس پورې كړی.
په دې غونډې كې د ۲۲ هيوادونو د ښځو وزيران او مرستيالان او همداراز د مسيحی ، او كليمی مذهبی لږكيو استازی شتون لری.
944926