IQNA

د نويو رسنيو په دور كښې د اسلام د راتلونكی د څیړنې لپاره د سوډانی وبلاګ ليكونكی نوښت

23:50 - February 02, 2012
د خبر لمبر: 2267235
بين المللی ډله: وبلاګ ليكونكی او د نويو رسنيو كارپوه «احمد امير ناصر» په يوه په زړه پورې طرحه كښې ( په ٦٠ سيكنډو كښې د نويو رسنيو په دور كښې د اسلام د راتلونكی څیړنه ) په عنوان سره انټرنیټی سيمينار ترسره كوی.
د «lorientlejour»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) درپورټ له مخې: دغه مسلمان ويبلاګ ليكونكی دې ټكی ته په اشارې سره چې دغه نوې رسنې د سيمې په وروستيو انقلابونو كښې يو مهم رول لوبوی، څرګندوی چې په ٢١ پیړۍ كښې په اجتماعی او ټولنيزو جريانونو باندې د فيس بك، ټویټر، او يا د يوټيوب په شان ټولنيزو شبكو په اغیږې باندې سترګې نه شو پټولې.
په همدې لړ كښې احمد امير ناصر د «www.islamintheageofnewmedia.com» نومی ويب سائیټ په جوړولو او د مختلفو رسنيو د فعالانو په تيره بيا د هغو مسلمانو ويبلاګ ليكونكو په رابللو سره چې د مصر، تيونس او ليبيا په وروستيو انقلابونو كښې ئې يو مهم رول درلودې دی، هڅه كړې ده د هغوی نظرات او ليدتوګې په دغه سائیټ كښې او د انټرنیټی سيمينار په چوكاټ كښې د يو منټی آډيو فائلونو په توګه خپرې كړی.
captcha