د «maroc.senego»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: دغه نړيوال نندارتون د مراكش د ارتباطاتو د مركز په همت او د (مكناس) د پانګه ونې د سيمه ايز مركز په همكارۍ، د مختلفو هيوادنو د حلال محصولاتو د توليدونكو هيوادونو په ګډون سره ترسره كیږی.
د مراكش د ارتباطاتو د مركز رئيس محمد الاحدودی د دغه نندراتون د ترسره كولو د اهدافو په اړه ووئيل: له حلال محصولاتو څخه داروپائی او امريكائی هيوادونو د غيرمسلمانو ښاريزو له مخكې نه زيات هركلی ته په پام سره او د اسلامی توليداتو په څانګه كښې د مراكش د اقتصادی قدرت په نظر كښې لرلوسره مو فيصله وكړه چې دغه نړيوال نندارتون جوړ كړو او د اسلامی شريعت سره د سمون خوړونكو محصولاتو د توليدونكو شركتونو د مديرانو د آشنائۍ زمينه چمتو كړو. 945054