IQNA

په فرانس كې د "محمد رسول اللہ(ص)" سيمينار تر سره كیږی

21:47 - February 04, 2012
د خبر لمبر: 2268312
نړيواله ډله: سبا د اتبار په ورځ د فرانس په ليون ښار په جومات كې د "محمد رسول اللہ(ص)" په عنوان سره سيمينار تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له " mosquee-lyon " یې نقلو ی د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله د نيكمرغه زوكړې په مناسبت سبا د اتبار په ورځ د مازیګر نمانځه نه پس د ليون ښار په جامع جومات كې دا سيمينار تر سره كیږی.
ددې سيمينار پيليدا به د قاری عبدالعزيز ابو باقر د قران پاك تلاوت سره كیږی. او پس له دې د ليون جامې جومات سره تړلی موسسې غړې د پيغمبر اكرم د ژوند ليك په اړه مشاعره كوی.
ليون جومات چارواكو اعلان كړی دی چې د ددې هيواد ټول مسلمانان دې په دې جشن كې په پراخه توګه ګډؤن وكړی.
946721
captcha