د «ic-el»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به د اسلامی وحدت د اونۍ سره په يو وخت د انګلستان د اسلامی مركز او د اهل بيت (ع) نومی تنظيم د مسئولانو په همت په لندن كښې ترسره شی.
د انګلستان د اسلامی مركز رئيس حجتالاسلام عبدالحسين معزی، د لندن د اسلامی كالج پخوانی مدير سعيدبهمن پور، په انګلستان كښې د حجاز كالج معاون اقطاب صديقی، د مصر د اخوان المسلمين غړی كمال الحلباوی، د سوریۍ شناندی عمار وقاف، د يونسكو سازمان پخوانی غړی راشدبن عيسی، د بريطانیۍ د پارليمان پخوانی غړی جارج ګالووی او په لندن كښې د پريس ټی وی مشر منشی روشن محمدصالح به د دغه كانفرنس له ويناوالو څخه وی.
په دغه كانفرنس كښې به د اسلامی بيدارۍ موضوع او د نړۍ او سيمې په بدلولونو كښې د هغې اغيزې وجاجولې شی. 939557