IQNA

د چين مسلمانانو د پيغمراكرم (ص) د ميلاد جشن ونمانځه

22:53 - February 04, 2012
د خبر لمبر: 2268337
بين المللی ډله: د چين مسلمانانو د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) د نيكمرغه ميلاد د رارسيدو په درشل كښې د دغه هيواد په جوماتونو او اسلامی مركزونو كښې په پراخ او پرتمين شتون سره د دغه ستر مناسبت جشن او خوشالی وګړه.
د عراق د (نون) خبری آژانس په حواله دايران دقرآنی خبری آژانس (ايكنا) درپورټ له مخې: د چين مسلمانانو پرون د سلواغې په ١٤ نیټه د دغه هيواد د شمال لويدیځ د لانګ فانګ ښار په شينګ يانګ نومې سيمه كښې چې د چين ستره مسلمان ميشته سيمه ده او همداراز د پلازمينې بيجنګ په مشهورو جوماتونو كښې د نبی اكرم (ص) د ميلاد په اړوند جشنونه ترسره كړل.
د چين مسلمان خلك دغه ستره ورځ د (فطر) او (قربان) د اخترونو په شان په جشن سره نمانځی او د داسې ورځې د نمانځلو لپاره د كورنۍ د غړو سره يوځائې د لمونځ د ترسره كولو لپاره جوماتونو ته ځی او د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) سيرت، د ويناو او تقريرونو په مراسمو كښې په ګډون كولو سره په ځائې كوی.
په ټولو سيمو كښې د مسلمانانو مسجدونو پرون په حاضرينو كښې د هغو سيمو خاص او دوديزې شيرينۍ او مټايانې وويشلی. 946640

captcha