IQNA

د قرآن انټرنیټی ختم، د مصر د انقلاب شهيدانو ته يوه ډالۍ

22:51 - February 04, 2012
د خبر لمبر: 2268338
بين المللی ډله: مصری ځوانان د «تويت ختمة» په عنوان سره په يو انټرنیټی نوښت كښې د هرې زيارت يا پنجشنبې په ورځ د ټول قرآن كريم ختم كوی او د هغه ثواب د مصر د انقلاب شهيدانو ته بخښی.
د مصر چاپ «الأهرام» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) درپورټ له مخې: مصری ځوانانو اعلان وكړ چې د قرآن كريم د دغه ختم ثواب د مصر د انقلاب له پيل نه تراوسه پورې د دغه انقلاب د شهيدانو روحونو ته ور ډالۍ كوی.
د ټویټر د ټولنيز سائیټ مصری استعمالونكو په وينا: ټول مينه وال كوې شی د خير په دغه كار كښې برخه واخلی او د هغه ثواب د ٢٠١١ ميلادی كال د جنورۍ د مياشتې له ١١ نه د تيرې چارشنبې په ورځ د مصر په (پورټ سعيد) كښې تر ورستيو نښتو پورې چې د ٧٤ مصری ښاريزو د وژل كيدو سبب شوې، شهيدانو ته ډالۍ كړی.
په دغه طرحه كښې د قرآن كريم مختلفې سيپارې په مختلفو كسانو كښې ويشل كیږی او په دغه ختم قرآن كښې ګډون كونكی چې د هرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د سهار له ٤ بجو نه پيلیږی د قرآن د يوې سيپارې قرائتول په غاړه لری. 946567
captcha