IQNA

ځوانان په اسلامی بيدارۍ كښې د ټولنې ترټولو مهمه برخه ده

21:57 - February 05, 2012
د خبر لمبر: 2269083
بين المللی ډله: ځوانانو په هر وخت او هره دوره كښې په اجتماعی او ټولنيزو پیښو كښې يو فعال رول لرلی دی او نن سبا هم په اسلامی بيدارۍ كښې د ټولنې د ډيرې مهمې برخې په توګه وينو چې دغه پرګنه په دې ډګر كښې يو فعال عنصر دی.
د صحراء د مطالعاتو او مشاورې د مركز مدير «احمدو ولد احمد اتليميدی» د موريتانيه په پلازمينه (نواكشوت) كښې د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د يوې ټولنې په پرمختګ يا د پرمختګ په نشتوالی كښې د ځوانانو رول نه انكاريدونكی دی او په ټولنو كښې هغه وخت پرمختګ، غوړيدنه او د اصلاحاتو ترسره كيدل وينو كله چې ځوانان د يو محرك او خوزنده انجن په توګه په هغه كښې يو لوړ او فعال رول ولری.
دوی زياته كړه: ځوانانو په هر وخت او هره دوره كښې په اجتماعی او ټولنيزو پیښو كښې يو فعال رول لرلی دی او نن سبا هم په اسلامی بيدارۍ كښې د ټولنې د ډيرې مهمې برخې په توګه وينو چې دغه پرګنه په دې ډګر كښې يو فعال عنصر دی او د نورو انقلابيانو سره اوږه په اوږه خپلې برحقه غوښتنې او مطالبات غواړی.
اتلميدی د اسلامی بيدارۍ راتلونكی روښانه وباله او څرګنده ئې كړه: نن په نړۍ كښې رامينځته شويو غورځنګونو او په دغو غورځنګونو كښې د ځوانانو زوږناك شتون ته په پام سره، يو ښه راتلونكی د اسلامی بيدارۍ په انتظار كښې دی ځكه چې دغه غورځنګونو د ايران له اسلامی انقلاب نه مثال اخيستې دی،له هغه انقلاب نه چې په دې لار كښې مخكښ وو او نن سبا د زمانې د ډيكټاټورانو او ظالمانو سره د مقابلې او مخامخيدنې لپاره د نړۍ د آزادی غواړو سيمبول دی. 946101

captcha