د (العالم) خبری چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: شيخ محمودعاشورالمسلمی پرون د اسلامی امت ترمينځ د اختلاف او تفرقې اچولو لپاره د اسلام د دښمنانو د هڅو په نسبت خبرداری وركړ.
دوی زياته كړه: د اسلام دښمنان تل كوشش كوی چې د اسلامی امت ترمينځ په تفرقې سره مسلمانان تل په جنګ او دښمنۍ كښې ګير وساتی.
محمودعاشورالمسلمی ووئيل: د اسلام مبين دين مسلمانانو ته حكم وركوی چې تل وحدت او يووالی ولری او په خپلو مينځو كښې مينه او محبت وساتی.
د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم مشر د اسلام د مبين دين په حكمونو باندې د عمل كولو او د دښمنانو د فتنو په وړاندې د مسلمانانو د هوښيارۍ غوښتونكی شو. 947693