IQNA

په كيليفورنيا كښې د اسلامی هنر نندارتون ترسره كیږی

21:56 - February 05, 2012
د خبر لمبر: 2269087
بين المللی ډله: د اسلامی هنری آثارو يو نندارتون د تيرې جمعې له ورځې څخه د امريكې په كيليفورنيا ولايت كښې د «ډی‌آنزا كالج » (De Anza College) په «يوفرات»(Euphrat) نومی ميوزيم كښې د ترسره كيدو په حال كښې دی.
د «cupertino.patch»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه نندارتون كښې چې د (سولې غوښتنه) په عنوان سره جاری دی،په اسلام كښې د دودونو، خلاقيتونو، ايمان او عمل ګرائۍ له موضوعاتو څخه د ټولې نړۍ د مسلمانو هنرمندانو آثار نندارې ته ایښودل شوی دی.
د دغه ميوزيم مدير «دايانا آرگابرايت» اعلان وكړ: په دغه نندارتون كښې اسلامی ماډرن او ډول ډول هنرونه نندارې ته ایښودل شوی دی او كتونكی به د ټولې نړۍ د مسلمانانو مخې ته د پرتو مسائلو او موضوعاتو سره آشنا شی.
دوی زياته كړه: زه فكر كوم چې د دغه نندارتون كتونكی به د وړاندې شويو هنری آثارو له تنوع څخه خوند واخلی او د اسلام له دين څخه به لاژور درك ته لاس پيدا كړی. 947636

captcha