IQNA

په روسی ژبه د قرآن كريم د ترجمې د چاپ كيدو كليزه نمانځله كیږی

21:55 - February 05, 2012
د خبر لمبر: 2269089
بين المللی ډله: په روسيه په تيره بيا په تاتارستان جمهوريت كښې مسلمانان په روسی ژبه د قرآن كريم د ترجمې د وړومبی چاپ د ٢٢٥ كليزې د نمانځلو لپاره د جشنونو او برنامو د پلانولو په حال كښې دی
د «Islam Today»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ٢٠١٢ ميلادی كال په روسی ژبه د قرآن د ترجمې د وړومبی چاپ د كليزې په مناسبت د تاتارستان د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د ادارې د شوری له خوا په دغه جمهوريت كښې د ( قرآن كريم كال ) نومول شوی دی.
په روسی ژبه د قرآن كريم د ترجمې وړومبۍ چاپ شوې نسخه په كال ١٧٨٧ ميلادی كښې د روسیۍ د امپراتور (دويم كاترين) په حكم له يو مخصوص خط څخه په استفادې سره چې د تاتارستانی مسلمانو روحانيانو د نقاشيو په اساس ايجاد شوی وو، چاپ شوې ده.
دغه خط له دغه وخت نه پس د روسیۍ په مسلمانانو كښې د قرآن د ليكلو لپاره په يو سټينډرډ او معياری خط باندې بدل شوې دی. 947489

captcha