IQNA

وحدت، قدرت او پايداری د مقاومت د خاوندانو د برياليتوب دليل دی

21:55 - February 05, 2012
د خبر لمبر: 2269090
بين المللی ډله: همهغه خدای چې حضرت محمد (ص) ئې په بدر كښې او د مقاومت خاوندان ئې په ٢٠٠٦ كال كښې په لبنان او په ٢٠٠٨ كال كښې په فلسطين كښې په صهيونيسټی دښمن باندې برلاسی كړل، مقاوت كونكی به د هر ډول يرغل او تيری په وړاندې كامياب كړی، ځكه چې د مقاومت خاوندان له خپل وحدت، پايدارۍ او قدرت نه پرته په بل هیڅ څيز باندې ملا نه تړی.
د لبنان د (الانتقاد) ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ د ختمی مرتبت حضرت محمد مصطفی(ص) د نيكمرغه ميلاد د رارسيدو او همداراز د اسلامی وحدت د اونۍ د پيليدو په مناسبت د دغه ګوند د تكړه او برجسته شخصيتونو په ګډون سره پرون د لبنان په (صيدا) ښار كښې يولړ پرتمين مراسم ترسره كړل
دغه مراسم د حزب الله د سياسی شوری د غړی شيخ «عبدالمجيد عمار» او د دغه ګوند د نورو مشرانو او رهبرانو په شتون سره د (صيدا) ښار په «عالم المرح» سالون يا هال كښې ترسره شول.
دغه مراسم دوه ګينټې جاری وو او پكښې د لبنان مهمو شخصيتونو د دغو دوو سترو مناسبتونو مباركی ووئيله.
947459

captcha