د لبنان د (نور) راډيو د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حزب الله د شرعی هيئت مشر شيخ محمديزبك چې د لبنان په البقاع سميه كښې ئې په يولړ مراسمو كښې خبرې كولې څرګنده كړه: د ايران اسلامی جمهوريت ګڼ شمير برياليتوبونه په سوغات راوړی دی او دغه ټولې كاميابۍ د خدای پاك په مرستې سره ترلاسه شوې وې او دی.
شيخ محمديزبك په دوام كښې زياته كړه: د ايران اسلامی انقلاب د اسلام په خاطر بڼه ونيوله او دغه كاميابی د اسلام د راژوندی كولو او د مسلمانانو د ملاتړ په لاره كښې رامينځته شوه.
د حزب الله د شرعی هيئت رئيس څرګنده كړه: كوم كس چې متعصبانه نظر او ليد لری كاميابۍ ته لاس پيدا نه كړی او كاميابی به خدای ته په ورستنيدو او د پيغمبراكرم (ص) او د قرآن په مكتب باندې په تمسك سره عملی شی.
دوی د تيرې جمعې د لمانځه په خطبو كښې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره تاكيد وكړ: دغه ويناوې په دې وجه وشوې چې نړۍ وپوهیږی چې اوسنۍ بدلون د اسلام د دفاع او ساتنې لپاره دی، نه د شيعه او سنی په خاطر. 949158